شاه ولیکوټ کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار پولیس وایي، دشاه ولیکوټ ولسوالۍ کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، تېره شپه طالب وسله والو د شاه وليکوټ ولسوالۍ اړوند د ملي او محلي پولیسو پر قرارګاه برید کړی، چې د پولیسو له غبرګون سره مخ شوي دي.
هغه وايي په دغه جګړه کې پنځه وسله وال وژل شوي خو په جګړه کې د ټپي شویو وسله والو کره شمېر نه دی معلوم.
په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د پولیسو پر دغه مرکز د برید په اړه تر اوسه طالب وسله والو څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments