شاه ولي کوټ کې عملیات پيل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد پوځي عمليات پېل شوي.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي عمليات اوس هم په ياده ولسوالۍ کې روان دي خو د وسله والو له کوم غبرګون سره نه دی مخ شوي.
د نوموړي په خبره افغان ځواکونو تېره شپه د شاولیکوټ ولسوالۍ د زنګيتان په سیمه کي د عملياتو پر مهال د وسله وال شل کړۍ ماينونه شنډ کړي دي.
بلخوا د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسي وایي د زابل د نوبهار ولسوالۍ د توخت خېلو په سیمه کې د هوائي عملياتو پر مهال د ۴ وسله والو د وژل کېدو خبره کوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments