شاه وليکوټ کې ماینونه شنډ شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: له کندهاره راپورونه وايي تېره شپه افغان ځواکونو په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو ۱۹ کړۍ ماينونه له منځه وړي دي.
د کندهار د پوليسو ویاند ضيا درانی وایي پوليسو د ملي اردو د ځواکونو سره په ګډه تيره شپه ناوخته د شاولیکوټ ولسوالۍ د عالم کاريز په سيمه کي د وسله والو خښ کړي ۱۹ کړۍ ماينونه کشف او له منځه وړي.
د یو بل خبر له مخې د کندهار په لسمه امنیتي حوزه کې يو جسد پيدا شوی.
د کندهار د امنيې قومندانۍ ویاند ضيا درانی وایي، د لسمي امنیتي حوزې اړوند د حاجي نيازو په سيمه کې دغه جسد نن موندل شوی او په اړه يې دوی ځېړني پېل کړي.
درانی وایي لمړنيو پلټنو يې ښودلې، چي ياد کس په خفه وژل شوی خو د پيښي د نورو اړخونو په اړه لاهم د پوليسو تخنیکې ټيمونه پلټنه کوي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *