شاه محمود قریشي: پاکستان خړ لېست کې د شاملولو له امله هر کال ۱۰ میلیونه ډالر تاوان کوي

comments 0

129 Views

هندوکش ــ پاکستان: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وزیر شاه محمود قریشي په لاهور کې رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې د پاکستان نوم د ترهګرو د مالي سرچینو د څار ادارې لخوا په خړ نوملړ کې اچول شوی دی چې دې نوملړ د پاکستان په اقتصادي وضعیت بدې اغېزې کړي دی.
پاکستان که چېرته د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه پورته نکړي نو ښایې له خړ لېست څخه یې نوم تور لېست ته هم ډېر ژر ورسېږي. عمران خان هم څو ورځې وړاندې خواشینې ښودلې وه او ویلي و چې که مونږ د ترهګرو پر ضد ګامونه پورته نکړو نو ښاېې تور لېست کې مو د هېواد نوم راشي چې دا به ډېر بد تاثیر او اغېزه وکړي.
(ای ټي ایف ) تېر کال د نا قانونو او ترهګرو د مالي سرچینو په وچولو کې په ناکامه راتللو سره سمدستي پاکستان د ترهګرو په خړ لېست کې شامل کړ او بیا یې پاکستان ته د یو چانس په توګه ( ۱۱ ) پلانونه ورکړي و که چېرته یې پوره کړي نو پاکستان به د خړ لېست څخه هغه وخت ووځي خو اوس یې امکان شته چې تور لېست ته هم ورسېږي.
د یادونې وړده چې د افغانستان، امریکا او ایران په ګډون ډیری بهرنيو هېوادونه هم په پاکستان هرځل غږ کړی و چې د ترهګرو دې لاس واخلي خو بیاهم دوی د ترهګریزو بریدونو او ترهګرو ملاتړي دي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments