شاه حسین مرتضوي: د ترورېستانو تګلاره د ملکیانو وژل دي.

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ارګ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د دولت وسله والې ډلې هڅه کوي چې پر ملکي اهدافو او د عبادت پر ځایونو په بریدونو سره د جګړې څرنګوالی بدل کړي.
دا څرګندونې شاه حسین مرتضوي د جمهوري ریاست مرستیال ویاند د تیرې سې شنبې برید په عکس العمل کې کړي وو.
نوموړي زیاته کړه چې، د ترورېستانو تګلاره د ملکیانو وژل دي.
هغه وویل: دا چې ترهګرو د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې له همدې امله غواړي د جګړې ماهیت بدل کړي او پر ملکي خلکو بریدونه ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت راپور پر بنسټ، د کابل ښار د نوي کابل بانک پر یوې څانګه په پرونۍ برید کې ۵ ملکي کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *