شاهین قول اردو کې چورلکه لویدلې

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: شمال کې د شاهين قول اردو په قومندانۍ کې د لوېدلې چورلکې په پېښه کې د يوه بهرني په ګډون ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۴ کسان ژغورل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي وويل، چې د ملي اردو دغه قرار دادي چورلکه د تخنيکي ستونزو له امله راغورځېدلې ده.
هغه زياته کړه چې د دفاع وزارت ياده الوتکه له کابل څخه مزار شريف ته راغلې وه او له شاهين قول اردو څخه د فارياب پر لور د پرواز په حالت ک راغورځېدلې.
رضايي زياتوي، چې په دغه پېښه کې د يوه بهرني پېلوټ په ګډون ۲ نظامي منسوبين وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
هغه همداراز وايي، چې د ټپيانو حالت د اندېښنې وړ نه دی او زياتوي، چې ۴ نظامي منسوبين روغ رمټ ژغورل شوي دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments