شانگهاي غونده: ولسمشر اشرف غني د غړو هیوادونو په هڅو غونډې کې برخه اخلي

comments 0

0 Views

هندوکش – آستانه: که څه هم افغانستان، ایران، هندوستان، پاکستان او منګولیا ددې سازمان غړيتوب نلري خو د غونډي ناظرینو په توګه دغې ناستې کې ګدون کوي.
نجیب آزاد د ولسمشر مرستیال ویاند وایي چې دغې غونډې کې د ولسمشر اجندا مشخصه ده خو جي پینګ د چین جمهور ریس او پوتین د روسیي جمهور ریس سره هم کتنه د محمد اشرف غني د اجندا یوه برخه ده.
د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کې چې د چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، اوزبکستان او روسیه هیوادونو له لورې رامنځته شوې ولسمشر د غوندې په څنده کې د منځنۍ آسیا هیوادونو مشرانو سره جلا جلا کتنې لړي چې د امن او ثبات په تړاو به خبرې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې دې چې تردې مخکې دغې غوندې ته د ولسمشر ګډون نه وو تنظیم شوې، خو د شانګهای سازمان د غړو هیوادونو مشرانو په ورسوتیو شیبو کې غني دغې غوندې ته ګدون په موخه وهڅوه ترڅو ونډه واخلي.
سپوژمې پوپل زی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *