شانګهای کې ۲۰ سندونه لاسلیک شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – بیشکش: شانګهای سازمان به د افغانستان د بحران د حل لپاره په ګډه هڅې وکړي.
د راپورونو له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان شل سندونه لاسلیک کړي چې یو یې د تماس ډلې د لارې نقشه ده.
د دې سند موخه دا ده چې د افغانستان کړکېچ ته یوه د حل لاره پیدا کړي.
د بشکېک د سرمشریزې په اعلامیه کې راغلي، چې د دې ټولنې غړي هېوادونه باوري دي چې په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره مهم او اساسي فکتور افغانستان کې د کړکېچ سمدستي حل دی.
اعلامیه کې راغلي، افغانستان کې د جګړې ختمول له سیاسي حل‌لارې او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د ټولو ښکېلو اړخونو په ګډون د سولې له پروسې پرته بل بدیل نه‌ لري.
د شانګهای د همکارۍ سازمان اعلامیه کې، له ټولو هېوادونو، نړیوالو موسسو او ملګرو ملتونو غوښتنه شوې چې افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لپاره په خپلو کې همکاري پراخه کړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments