شانګهای کې نندارتون پرانیستل کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – چین: ټاکل شوې چې سبا دوشنبه به د چین په شنګهای کې نړیوال نندارتون پرانیستل شي.
دغه پنځه ورځني نندارتون کې د افغانستان په ګډون د نړۍ هغو ګڼو هېوادونو خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي چې خپل تولیدي توکي چین ته صادروي.
دغه نندارتون ته د افغان حکومت په کچه د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازی او خصوصي سکتور چارواکي هم ورغلي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، تمه ده چې په دغه نندارتون کې به د افغانستان د کرنیزو او صنعتي توکو د پلور هوکړې لاسلیک شي.
چین یو صاداراتي هېواد دی خو د چین ولسمشر پریکړه کړې چې د اړتیا وړ وارداتي توکو لپاره دې نړیوال نندارتون جوړ شي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments