شانګهای کې ترهګرۍ ضد هوکړه وشوه

comments 0

2 Views

هندوکش – چین: د شانګهای سازمان غړو هېوادونو له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هوکړه وکړه.
په دې هوکړه کې ټینګار شوی چې غړي هېوادونه به په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ پرضد رښتنې مبارزه کوي او له هیڅ ډول همکاریو به مخ نه اړوي.
ولسمشر غني د شانګهای غونډه کې له ننګونو سره د مبارزې لپاره د سیمه ییزې ستراتيژۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي غني ویلي چې د ترهګرۍ ضد سیمه ییزه ستراتیژي کولای شي، ټول هېوادونه د ترهګرۍ له ګواښ وژغوري او افغانستان کې ثبات راشي.
د هند لومړي وزیر بیا خبرداری ورکړی چې هیڅوک دې د افغان سولې پروسې ته ننګونې نه پيدا کوي.
د مودي اشاره پاکستان ته وه چې په افغانستان کې دې د سولې فرصتونه نه خرابوي او افغانان دې پریږدي چې خپل منځو کې خبرې وکړي.
د روسیې په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونو له ترهګرۍ سره مبارزه خپل لومړیتوب یاد کړی او د همکاریو ډاډ یې ښودلی.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments