شارخ خان د هندي سینما ستورې

comments 0

0 Views

شاه رخ خان په يوې پښتنې کورنۍ کې زيږېدلی، د پلار نوم يې تاج محمد خان او د مور نوم يې لطيف فاطمه دی دی وروسته بيا په نوي ډهيلي کې لوی شوی دی.
د شاه رخ خان کورنۍ په اره د پېښور د کيسه خوانې بازار د سيمې ده، چې د هند او پاکستان د بېلېدو نه مخکې هندوستان کې مېشت شوي شاه رخ خان د سېنټ کولمبيا سکولنه فارغ شوی چې بيا وروسته يې له ۱۹۸۵ نه تر ۱۹۸۸ پورې د هانسراج په پوهنځي کې زدکړې کړي او د اقتصاد په څانگه کې يې برېليک ترلاسه کړی.
هغه بيا د مېس کميونيکېشن يا ډله ايزې مخابرې په څانگه کې د ماسټري د ترلاسه کولو په تکل جامعه ملي اسلاميه پوهنتون کې په زدکړو پېل وکړ. په ماشومتوب کې يې خپلې چوټيانې په حېدراباد کې تېرولې، دا هغه ځای دی چې د هغه د مور کورنۍ په کې اوسيږي. نوموړي د گوري خان سره واده کړی او دوی دوه ماشومان لري، د ځوی نوم يې ارين خان دی او د لور نوم يې سوهانا خان دی.
شاه رخ خان د ماشومتوب نه د يو هر اړخيزه وړتوبونو خاوند وو او کله چې په سېنټ کولمبيا ښوونځي کې وو، نو د درسونو تر څنگ به په سپورټ او ډرامه کې هم تر ټولو ځلېده. هغه په ډېر وړکينې د «د پت توره» اېوارډ گټلی وو، دا هغه جايزه وه چې د ښوونځي تر ټولو هغه پياوړي زده کوونکي ته ورکول کېده چا چې به د ښوونځي په هر يوه ډاگي کې لاس درلوده او پدې توگه به يې د ښوونځي روحي فضا لوړه ساتله.هغه د Z-18 د ښوونځي د ملي-بس، چې د ښوونځي نه تر سهيلي ډهېلي پورې د وړلو او راوړلو لاره پرې لنډه وه، مشر هم وه. همدغه ملي-بس به راهول دېو او موکول دېو، چې دواړه لوبگران دي، هم ښوونځي ته رسول.

Share this page to Telegram

Comments