شاد او ځانګړتیاوې

comments 0

0 Views

د انسان بدن د خپلې سلامتيا او غښتلتيا لپاره ډول ډول خوراکونو ته اړتيا لري، چې ځينې خوراکونه بيا تر موسم پورې هم اړه لري .
څرنګه، چې د خوراکي توکو او ميوو موسم بد لېږي دارنګه د انسان بدن هم د خپل وخت سره برابرو خوړو ته اړتيا لري ، پر موږ د الله تعالی د رحم يوه بېلګه دا ده، چې په تودوخي( ګرمۍ) کې د انسان بدن زياتو اوبو ته اړتيا لري، الله تعالی د ګرمۍ په موسم کې د بدن د اړتيا وړ خوراکي توکې له ځمکې زرغونوي، چې ترټولوغوره مثال يې د هندواڼې دی، ديته ورته مېوې، لکه: انګور، زردالو، انځر او نور…. چې د انسان بدن ته د اړتياوړ اوبه رسوي ؛ خو د الله تعالی يوه لويه پيرزوينه، چې په خپلو بندګانو شويې کړې ، هغه يې د ۱۰۰۰ ډوله موچيو څخه يو ډول د شاتو موچيو څخه شات لاس ته راوړل دي، چې په هر موسم کې ګټور دي.
د مخه به په دربارونو کې بادشاهانو، په کليو کې قومي مشرانو او يو شمېر ځمکوالو شات استعمالول ؛ خو اوس د شاتو خوراک يواځې مالدارو خلکو ته پاتې دی، چې د خوراکي توکو د بيو لوړ والي له امله د شاتو خوراک د غريبو په وس پوره نه وي .
شات له يوې خوا غذا او له بلې خوا درمل، چې په دواړو صورتونو کې بدن نرم ساتي ، که شات پرلپسې استعمال کړل شي ؛ د انسان بدن چې په ظاهره ګرم ښکاري ؛ خو د وينې د فشار او کلسټرول د زياتوالي مخه په اسانۍ سره نيولای شي.
که د سهار لخوا د چا يو دوه قاشوغې (چمچ) له چايو سره ګډ کړل شي او هغه وخت چې چای ګرم وي وخوړل شي ؛ د سېنې د مرض او بلغم نه پوره خلاصون موندلی شي.
بل خوا د پوستکي نرموالي ، د مرۍ په درد کې د درملنې په توګه پوره مرسته کوي.
که د چا ټوخی پوخ شي او هېڅ درمل پرې اثر نه کوي ؛ په نيمه پياله شاتو کې دې (۱۰۰) ګرامه تور مرچ ميده او ګډ کړي د شپي د خوب دمخه دې دوه چمچې استعمال کړي ؛ ټوخی به يې له منځه لاړشي .
د طبيبانو په وينا: څوک چې شات زيات استعمالوي بدن به يې نرم او په سرکې به خشکي ونه ګوري

Share this page to Telegram

Comments