سیکا کنفرانس کې د افغانستان په وضعیت خبرې شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابأ: اجرایه رییس عبدالله عبدالله په سیکا کنفرانس کې د ګډون په موخه تاجکستان ته تللی.
ټاکل شوې عبدالله به د سیکا په پنځم کنفرانس کې د افغانستان په استازولۍ خبرې وکړي.
په دغه کنفرانس کې به عبدالله د سیکا غړو هېوادونو پر ګډ کار، اسیا کې د سیکا له پروګرامونو پر ملاتړ، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، سیمه ییزه همکارۍ، د مخدره توکو کرکیلې، تولید او قاچاق پر مخنیوي خبرې وکړي.
دغه راز عبدالله به د دغه کنفرانس په څنډو کې د تاجکستان، ترکیې، ایران او قزاقستان له ولسمشرانو، د اذربایجان له لومړي وزیر او د یو شمېر نړیوالو سازمانونو له رییسانو سره وګوري.
په اسیا کې د باور جوړونې او تعامل کنفرانس یا سیکا په هرو څلور کلونو کې یو ځل د ۲۷ غړو هېوادونو او اته ناظر نړیوالو سازمانونو په ګډون جوړېږي.
په دغه کنفرانس کې به د سیمې او نړۍ په کچه پر مهمو موضوعاتو خبرې وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments