سیمونز د افغان کرکت لوبډلې روزونکي په توګه وګمارل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان کرکت بورد یوې خبري ناستې په ترڅ کې د ویست انډیز آلرونډر ویرانټ سیمونز د افغان کرکت لوبډلې روزونکي په توګه اعلان کړ.
نوموړي په خپل حرفوي ژوند کې ویست انډیز لپاره (۱۴۳) یوورځنې لوبوکې (3675 ) منډې جوړکړي دي.
نوموړې ویست اینډیز لوبډلې لپآره دیو الراونډر په هيڅ لوبیدلی دی او دغه لوبوکې یې (۸۳) لوبغاړي هم سوزولي.
نومړې چې ۵۴ کاله عمر لري خپله ورورستۍ لوبه یې داسټرالیا پرړاندي په ۱۹۹۹م کال کې ترسره کړې وه.
تردې وړاندې د زمبابوې ملي لوبډلې د مشر روزونکي سربیره یې د ایرلنډ او ویسټ انډیز ملي لوبډلو د مشر روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې کرکټ بورډ له دې وړاندې ډین جونز دموقت وخت لپاره دملي لوبډلې روزنکی په توګه ټاکلې و،خو نن یې رسما دفهلیپ سیمونز اړه خبرورکړاو وې ویل چې سیمونز به لدې ورورسته دملي لوبډلې روزنکی په تو ګه خپله دنده پرمخ وړي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply