سیلابونو زیانونه اړولي

comments 0

6 Views

هندوکش – کندهار:د کندهار هرات او کابل جلال اباد لویه لار د سیلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايې دغه سیلابونه د هرات په سویلي ولسوالیو کې نسبت نورو ولسوالیوته تیزوه چې له امله يې د شورابک په سیمه کې د هرات کندهار لویه لارخرابه شوې ده .

نوموړی وايې ګذرې ولسوالۍ کې هم سلګونه کورنۍ اړي شوي چې خپل کورونه پریږدي او امن سیموته ځانونه انتقال کړي.

د کابل ننګرهار لویه لار هم د سیلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده

تیره ورځ د افغانستان هوا پيژندنې ادارې د کابل په ګډون په دوه ویشت ولایتونو کې د سیلابونو دراوتلو خبر ورکړی وو.

د کابل ښار د سیند پر غاړه پراته کورونه هم سیلابونو اغیزمن کړي او ددې امکان شته چې د ورښتونو په زیاتیدو د ویجاړۍ کچه نوره هم زیاته شي.

ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments