سیخي کباب

comments 0

0 Views

اړين مواد:
1. د چرګ د سينې غوښي نيم کېلو .
2. لېمبو دوې دانې .
3. اوږه پنځه دانې .
4. تور مرچ يوه د چايو کاچوغه .
5. مالګه د ضرورت په اندازه .
6. د لرګيو سيخان د ضرورت په اندازه .
7. تازه ګشنيز لږ څه .
8. دلمه مرچک يوه دانه.
9. پياز يوه دانه .
10. روميان درې دانې.
د پخېدو ترتيب: غوښي کوچنۍ کوچنۍ ميده کړئ، د لېمبو اوبه، اوږه، مالګه، ګشنيز او تور مرچ ورواچوئ، د دوو ساعتونو لپاره يې اخته کړئ. پياز او دلمه مرچک هم د غوښو په څېر ميده ميده کړئ چي په سيخانو وپېيل سي. روميان هم په دغه ډول ميده کړئ.
بيا سيخان را واخلئ، يوه ټوټه غوښي، يوه ټوټه مرچک، يوه ټوټه پياز او يو ټوټه رومى او بيا يوه ټوټه غوښي ټول په دغه ډول وپېيئ. بيا سيخان په داښ کي کښېږدئ چي کباب پوخ سي . کله چي کباب پوخ سو، د سلاتې سره يې کښېږدئ.
Zarlakhta Noor

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *