سیاه ګرد لپاره د طالبانو نومول شوې ولسوال ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – پروان: په پروان ولایت کې دسیاه ګرد ولسوالۍ لپاره دطالبانو دنومول شوي ولسوال په ګډون ۴ طالبان وژل شوي دي
دپروان ولایت په سیاه ګرد و لسوالۍ کې دهوايي ځواکونو په بریدونو کې دیوه ولسوال په ګډون ۴ طالبان وژل شوي او ۲ تنه ټپیان دي.
دپروان والي ویاند وحید شهکار وايي چې نوموړي عملیات نن سهار پیل شوي نوموړي وايي چې په نوړو بریدونوکې ملکي کسانو ته هیڅ راز زیان نه دي اوښتې.
همداراز نوموړي زیاتوي چې د داسې بریدونو سره دپروان دطالبانو دتش په نوم ولسوالان او قوماندانان وژل شو ي چې دپروان په امنیتي وضیعت کې بشپړ بدلون راغلي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments