سیاسي اختلافات د انديښنې وړ نه دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ارګ وايي، په هېواد کې سیاسي اختلافات د بیان او سیاسي ازادۍ ښکارندويي کوي او په هیڅ وجه د اندېښنې وړ نه دي.
د جمهور رییس د ویاند د دفتر سرپرست وایي، له سیاسي اختلافاتو سره – سره ورځ تر بلې له حکومت څخه د خلکو ملاتړ ډېرېږي.
شاه حسین مرتضوي د عطا محمد نور استعفا ته په اشارې وویل، په ادارو کې ادلون او بدلون عادي امر دی او دا هر څه له قانون سره برابر دي.
له هغه وروسته چې جمهور رییس د بلخ د مخکینې والي عطا محمد نور استعفا لاسلیک کړه دا موضوع جنجالي شوه او اندېښنې یې پیدا کړي چې سیاسي بې ثباتي ډېره شوې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply