سیاستوال: د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه یوازې ولسونه پرېکړه کولی شي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: پاکستان کې د ډيورنډ فرضي کرښې په اړه د یو شمېر سیاسیونو غیر مسوولانه څرګندونو غبرګونونه پارولي دي.
د پاکستان په لاهور ښار کې د افغان سولې په اړه په یوه جوړه شوې غونډه کې د جمعیت ګوند غړي عطا محمد نور او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند لطیف پدرام څرګندونې کړې دي. دوی ویلي چې دغه فرضي پوله دې د رسمي سرحد په توګه ومنل شي.
خو د ملي شورا یو شمېر غړي او سیاسي شنونکي بیا دغه ډول څرګندونې د ملي ګټو خلاف بولي او ټینګار کوي چې په دې اړه پرېکړه کول د افرادو کار نه بلکې د ټول ملت واک دی.
ددوی په خبره د فرضې کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه دا پرېکړه کولی شي نه څو سیاسي څېرې.
یو شمېر شنونکي بیا د سولې تر نامه لاندې دغه ډول غونډو ته د ملي ګټو ضد خلکو پر لېږلو نیوکه کوي او وایي هغه کسان باید د افغانستان له لوري خبرې و نه کړي چې د افغانستان د ګټو ضد دي.
دوی پر ډیورنډ د پاکستان د اقداماتو په اړه د افغان حکومت پر چوپتیا هم نیوکه کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments