سګرت څکول په لویو ښارونو کې د ناروغې وجه

comments 0

0 Views

د لویو ښارونو کې خرابه هوا دې حالت ته رسیدلی ده چې یو ښاري اوسیدونکی چې سګریټ نه څښوي خو بیا هم د سګریټو د یو ډبي کدرې دود خپلو سږو ته کشوي.
د سږو یو ناروغي چې امفایسما(emphysema) ورته وايي په دې کې ناروغ زیات ټوخیږي او ساه په سختۍ اخلي، که چیرې پر وخت ورسره مرسته ونشي نو ناروغ مړ کیږي هم ددغه ناروغۍ اصلي عامل سګریټ څښول دي.
د سګریټو دود د سږو په داخل واړه سوري (air sac) بندوي دغه سوري دي چې په پواسطه يې بدن ته پاکه هوا (اکسیجن) رسول او ناپاکه هوا(کارین دای اکساید) ویستل کیږي، په دغه مرض اکثره هغه کسان اخته کیږي چې سګريټ څښوي خو اوس هغه خلکو هم شمیر کې زیاتوالی راغلي چې سګریټ څخه کرکه او بیخې نه څښوي.
ساینسي جریده جاما کې خپره شوي مقاله وايي، چې د امریکا په ۷ لویو ښارونو کې د ۷ زرو څخه زیاتو کسانو باندې لس کلونو لپاره څیړنه وشوه دې کسانو سګریټ نه څښول خو د سږو په ناروغۍ اخته ول، بالاخره معلومه شوه چې ددې کسانو ته خرابې هوا له امله ناروغي پیدا شوي.
مخکې مو هم وویل چې سګریټ د سږو ناروغي پیدا کوي همداسې خرابه هوا هم د سږو خطرناکې ناروغۍ لامل ګرځي.

Share this page to Telegram

Comments