سکاټ مېلر: د افغان سولې په برخه کې د امریکا هڅې ډېرېږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر پرون غزني ته تللی و او هلته یې له ولایتي چارواکو سره خبرې کړې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې امریکا د افغانستان د جګړې پر سوله ییز او سیاسي حل ټینګار کوي او د افغان سولې لپاره د امریکا هڅې ګړندۍ کېږي.
نوموړي ویلي امریکا تر ډېره په دې ټینګار کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه له سیاسي لارو حل شي، خو تر څنګ یې په ناټو کې د امریکا متحدین د افغان ځواکونو ملاتړ ته هم ادامه ورکوي.
دده په خبره ناټو او امریکا هڅه کوي چې د افغان وګړو ژوند ته متوجه ګواښونه له منځه یوسي او تر څنګ یې د سولې لپاره کار وکړي. سکاټ مېلر پرون غزني ولایت ته تللی و، چې دغه ځای ته له رسېدو سره سم پر دغه ښار څو راکیټي بریدونه هم وشول. امنیتي چارواکي بریدونه تاییدوي خو وایي کوم چا ته پکې زیانونه نه دي اوښتي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments