سکاټ میلر:د جګړې ښکېلې خواوې د جګړه او تاوتریخوالی کم کړي

comments 0

175 Views

هندوکش ـ کابل: افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قومندان سکاټ میلر په یو ویډیویي پیغام کې ویلي،چې د ملکي تلفاتو د کمېدو لپاره د طالبان د جګړې زیاتوالي پرځای دې جګړه او تاوتریخوالی کم کړي.
میلر د جګړې په ښکېلو غاړو او په خاصه توګه په طالبانو غږ وکړ،چې تاوتریخوالي کم کړئ او د ملکي وګړو د تلفاتو په کمیدو سره به د سولې شته خنډونه له منځه لاړ شي.
میلر وايي،موږ د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن یو او باید ډاډه واوسئ چې امریکا او زموږ نور همکاران به د افغانانو ملاتړ وکړي.
هغه زیاته کړه،موږ د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه له نېږدې څارو او ملاتړ یې کوو.
مېلر د ملکیانو د مرګ ژوبلې د کمولو یوازینۍ لار د جګړې او تاوتریخوالي کمېدل بولي.
مېلر په وینا، تاوتریخوالی باید کم شي چې پایدارې سولې ته لاره برابره شي.
ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د اسلامي‌ هېوادونو کنفرانس، ناټو او نورو سازمانونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي‌ د کمولو غږ کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د سولې خبرې پیل کړي.
یادې څرګندونې په داسې مهال کې کیږي چې طالبانو او افغان حکومت په لوی اختر کې دې درې ورځني اوربند اعلان وکړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments