سږ کال په انټرنېټ کې څوک ډېر پلټل شوي؟

comments 0

0 Views

د هندي سینما مشهور فلم ستوري پریانکا چوپړا او سلمان خان هغه دوه کسان دي چې په دې کال کې تر ټولو ډېر زیات په انټرنیټ کې لټول شوي دي.
هندي فلم لوبغاړې پریانکا چوپړا او سلمان خان په نړیواله سطحه په انټرنیټ خلکو ډېر لټولي.
د ۲۰۱۹ کال د اکټوبر میاشت کې دغه دوه فلمي ستوري په ترتیب سره په ۲،۷۴ او ۱،۸۳ میلیارد ځله په انټرنیټ کې پلټل شوي دي.
دغه څېړته په بوسټن کې شته یوه ټیکنالوژیکې کمپنۍ کړې ده.
په دغه څېړنه کې د اکټوبر ۲۰۱۸ څخه د اکټوبر تر ۲۰۱۹ پورې نړیوال شمارې شته چې ښيې سلمان خان او پریانکا په نړیوال سطحه په انټرنت کې ډېر پلټل شوې، مشهور کسان دي.
په دغه څېړنه کې ویل شوي چې پریانکا چوپړا تر ټولو ډېره پلټل شوې فلم ستورې ده او تر ټولو ډېره د تېر ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې کې لېدل شوې ده، په دغه میاشت کې نوموړې ۱۳،۶ میلیونه ځله لېدل شوې.
عجیبه خبره داده چې په میاشتني ډېرو پلټلو شویو کسانو کې پریانکا ۴ اعشاریه ۲ میلیونه ځله لېدل شوې او د نوملړ په سر کې ده.
د څېړنې د دغه کمپنۍ د معلوماتو له مخې دوی هندي فلم ستوري په دوه برخو ویشلي چې سلمان خان، امریش پورې او شاه رخ خان یې په نارینه ستور کې په لومړي سر کې او پریانکا چوپړا، سني لیوني او ډپيکا پډوکون په دغه نوملړ کې مخکښې مېرمنې دي.

Share this page to Telegram

Comments