سږ کال غزني کې ۱۶۰۰ ترهګر طالبان وژل شوي

comments 0

4 Views

هندوکش ــ غزني: د غزني چارواکي خبر ورکوي چې په روان کال کې په دغه ولایت کې د دولت وسله وال مخالفین سخت ځپل شوي دي.
دوی وايي سږ کال په روانو پوځي عملیاتو، د شبې له خوا چاپو او هوايي بریدونو کې سلګونه وسله وال طالبان او د هغوی قومندانان وژل شوي او یو شمیر یې ژوندي نیول شوي دي.
د دوی په خپره، په دغه وسله والو کې عرب، پاکستاني، چیچنیايي او نور بهرنیان هم شامل دي.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي وویل: “تر اوسه پورې تر شپاړس سوه پورې وسله وال وژل شوي او دېر شمېر ټپیان شوي هم دي.
وسله وال طالبان هم هغوی ته وراوښتې مرګ ژوبله مني، خو دغه شمېر نه تاییدوي.
خو خلک هیله لري چې طالبانو سره د سولې روانې خبرې نتیجه ورکړي او یوې دایمې سولې ته ورسېږي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments