سپينه ماڼۍ: امریکا د افغان حکومت ملاتړ کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: سپینه ماڼۍ وایې چې امریکا د افغانستان ترڅنګ ولاړ دې خو ځیني کړۍ هڅه کوي د افغانانو ترمنځ نفاق پیدا کړي.
سپینه مانۍ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر دونالد تړمپ د ملي امنیت سلاکار تیره شپه ولسمشر اشرف غني سره تیلفوني اړیکه نیولې او پر ځینو موضوعاتو یې خبرۍ کړي دي.
خپرپاڼه لیکي مک مسټر د تیرې اوني پر خونریو بریدونو ځواشیني څرګنده کړې او هغه یې خورا وحشیانه عمل بللي دي.
په خبر پاني کې راغلي چې مک مستر تلفوني خبرو کې ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړی چې امریکا د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي او د یووالي حکومت ملاتړ ته به ادامه ورکوي.
مک مستر زیاته کړې چې افغانانو ته پکاره ده چې په روانو بحراني حالاتو کې تر بل هر وخت سره متحد وي او خپل یووالی وساتي.
نوموړي دغې خبرپانې کې ویلي چې: «د افغان ځواکونو میړانه د ستایلو وړ دې او له امریکا یې غوښتي ترڅو له دغو سرتیرو ملاتړ وکړي».
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply