سپورټ کې چټک پرمختګ او د حکومت اراده

comments 0

0 Views

دا نو ټولو ته په ډاګه ده او منلې یې ده چې افغانستان د سپورټ په نړۍ کې ډیر چټک پرمختګ په کم وخت کې وکړ او په دې باندې یې نړۍ ځانته حیرانه کړه چې څنګه د یو داسې هېواد لوبډله نړۍ کې لوبې ګټي چې لا هم د جګړې له غمه نه دي خلاص.
په دې برخه کې حکومت د سپورټ ټولو برخو سره ژمنې کړي او همکاري کوي چې څنګه کیدای شي، د سپورټ په برخه کې په کمو امکاناتو وړاندې لاړ شي.
کرکټ
کرکټ هغه لوبه ده چې اوس د نورو لوبو په پرتله یې مینه وال زیات دي او په دې برخه کې په کمه موده کې ډيرې لاس ته راوړنې لري چې سترګې ترې نه شي پټيډای.
د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب یې وروستی لاس ته راوړنه وه چې ډيری هېوادونه کلونه کیږي په دې غړیتوب پسې هڅې کوي، خو نه دي توانیدلي چې دې هدف ته ورسیږي، خو افغان کرکټ بورډ دې هدف ته ورسید او مخ په وړاندې روان دی.
د سپورټ د پرمختګ لپاره د حکومتونو ملاتړ او اراده اړینه ده، ولسمشر غني په دې برخه کې کرکټ بورډ ادارې ته بشپړ واک او اختیار ورکړی چې څنګه کیدای شي، په نړۍ کې د افغانستان بیرغ لوړ وساتي او له دې درکه افغانانو ته ویاړونه راوړي.
هر ځل چې د افغانستان لوبې له نړیوالو سره وي، ولسمشر یې تعقیبوي او بیا د تشویق لپاره لوبډله ارګ ته ورغواړي چې وښيي چې حکومت له تاسو سره دی او هر هغه بریا چې تاسو یې راوړی، حکومت یې قدردانی کوي.
په کور دننه لوبې چې د شپږیزې په نوم وې، داسې ترسره شوې چې ټول یې حیران کړي و، ۳۳ بهرني لوبغاړي افغانستان ته راغلل او دلته په بیلابیلو لوبډلو کې ولوبیدل، سیالۍ په ښه فضا او ښه مدیریت ترسره شوې او بهرني لوبغاړي خوشحاله خپلو هېوادونو ته ستانه شول.
د ۱۹ کلنو اسیا کپ جام په سیالیو کې چې څو ورځې وړاندې پای ته ورسیدې، د افغان لوبډلې اتلولي یې بله بریا وه چې د هند او پاکستان په څېر هېوادونه پکې مات شول چې له پیړیو راهیسې کرکټ کوي، خو افغان کرکټ لوبډله چې یوه لسیزه کیږي دې میدان ته راغلي، دا بریا یې د ځان کړه او یو ځل بیا یې نړیوالو ته وښوده چې افغانان ماتې نه مني.
په کور دننه د کرکټ لپاره لوبغالي جوړ شوي او لا جوړیږي چې د کندهار، هلمند، ننګرهار، کابل، خوست یې یادولی شو چې ځینې بشپړ شوي، په ځینو کار روان دی او ځینو نورو د بنسټ ډبره ايښودل شوې او راتلونکي کې به یې کارونه بشپړ شي.
فوټبال
د فوټبال په برخه کې هم د حکومت اراده ښکاره ده، لکه د نورو سپورتي لوبو په شان، افغان ولسمشر د فوټبال فدراسیون ته لارښوونه کړې چې په هر ډول امکاناتو او بودجه کیږي، لوبغاړې وروزی او نورو هېوادونو سره سیالۍ وکړئ چې بریاوې راوړئ.
فوټبال لوبډلې هم په تېر یو کال کې ښې لاس ته راوړنې درلودې چې په اساس یې د نړیوالې درجه بندۍ کې یې درې مقامه پرمختګ کړی دی، یانې په یو کال کې د نړۍ له درې لوبډلو مخکې تللي او تمه ده چې نړیوالې درجه بندۍ کې راتلونکی کال له دې هم وړاندې لاړ شي.
که څه هم د فوټبال په فدراسیون کې جنجالونه شته، خو حکومت ته دا حق نه ورکول کیږي چې پکې لاس وهنه وکړي، د دې جنجال حل د فیفا کار دی او ولسمشر د فیفا له استازو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې هر څومره ژر کیدای شي د فوټبال فدراسیون لپاره دې ټاکنې وشي چې جنجال حل او لوبغاړې او لوبډله خپل مسیر تعقیب کړي.
په مرکزي اسیا کې د المپیک سیالیو پرمهال ولسمشر ټول لوبغاړي ارګ ته وربللي و او هر یو ته یې ژمنه ورکړه چې چا بریا وګټله نغدي جایزې ورکوي او همغه و، هغو لوبغاړو چې په بیلابیلو برخو کې یې لوبې ګټلې وې، ورسره نغدي مرسته وکړه او لا ډير یې تشویق کړل چې مخ په وړاندې لاړ شي.
د فري فایټ په سیالیو کې د احمدولي هوتک او باز محمد مبارز بریاوې، د غړو د ښکلا په سیالیو کې محمد یاسین سالک هغه لوبغاړي و چې نړیوال یې ځان ته حیران کړل او سیالان یې مات کړل.
د ورزش په نورو برخو کې د افغانستان له چټکو پرمختګونو سترګې نه شي اووښتلی او په دې برخه کې د حکومت اراده مالومه ده چې له ورزشي لوبغاړو سره یې د همکاریو ژمنې کړي او عملي کوي یې، حکومت ژمن دی چې د لوبغاړو لپاره هر ډول امکانات برابر کړي چې نړیوالو سیالیو کې ولوبیږي.
لیکوال: نوید احمد څرک

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *