سپنتا: د امریکا تګلاره ناکامه ده

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا تګلاره ناکامه شوې ده.
د ملي امنیت شورا مخکینی سلاکار رنګین دادفر سپنټا په استانبول کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، د امریکا د ستراتیژۍ سره سره په افغانستان کې بې ثباتي زیاته شوې او افغان حکومت اوس په ډېرو مهمو سیمو ولکه نه لري.
سپنتا ویلي، د امریکا تګلاره د افغانستان پر امنیت مثبت اغېز نه دی کړی او بې ثباتي لا هم شته.
هغه ویلي، افغان حکومت باید هڅه وکړي چې خپله ولکه پراخه کړي او همداراز د خپلې ولکې سیمو کې قانون پلې کړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments