سټولټنبرګ: طالبان دې د سولې خبرو کې نرمي ښکاره کړي

comments 0

465 Views

هندوکش – کابل: د ناټو سرمنشي ویلي، که له افغان طالبانو سره د سولې خبرې یو ځل بیا پیل شي نو ناټو به یې هرکلی کوي، خو له طالبانو یې هم غوښتنه کړې ده چې د مذاکراتو پر مېز نرمي ښکاره کړي او له خپلو ځینو غوښتنو او شرطونو دې تېر شي.
سټولټنبرګ تیره ورځ لندن کې د ناټو پارلماني اسمبلۍ ناستې ته وویل، طالبان له بده مرغه د تاوتریخوالي د ختمولو پر ځای نور هم لمن ورته وهي.
نوموړي زیاته کړه، له دې څرګندېږي چې طالبان په افغانستان کې دوامداره سولې ته ژمن نه دي او له همدې کبله د سولې د هر ډول تړون پر وخت باید له دوی نه کلک تظمین واخیستل شي.
د ناټو سرمنشي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې سازمان یې په افغانستان کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی او هېڅ کله به هم پرېنږدي چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو ځاله شي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments