سټولټنبرګ: د طالبانو روان تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې

comments 0

202 Views

هندوکش ـ امریکا: د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د ښکېلو لورو له خوا د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.
سټولټنبرګ پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، په سمنګان ولایت کې د ملي امنیت پر ریاست او ښاروالۍ د وسلوالو طالبانو برید وښودله چې په افغانستان کې تاوتریخوالی نورهم په ډېرېدو دی او دا کولی شي د افغان سولې اوسنۍ هڅې له خنډ اوځنډ سره مخامخ کړي.
هغې د جنګ پر ښکېلو لورو غږ وکړ چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي.
هغه زیاته کړه، دا چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي او که نه، په دې اړه د دوی مشورې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سمنګان د والي عبداللطیف ابراهیمي په وینا، د دغه ولایت د ملي امنیت پر ودانۍ د طالبانو په موتربم او وسلوال برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ ملکي وګړي پکې ټپیان شول.
طالبانو د برید پړه په غاړه اخیستي
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments