سټرابېري او ځانګړتیاوې

comments 0

0 Views

نن سبا چې هوا مخ په ګرمیدو ده په جنوبي اسیا کې د سټرابیري حاصلات هم ډیر دي ځکه دغه رقم اب هوا کې سټرابیري ډیره ښه وده کوي، که نن ورځ د میوو هټیو ته وګورو نو اکثرو هټیو کې د توتانو په نسبت لويه سره میوه ایښودل شوی ده چې ځمکنې توت يي بولي.
ځمکني توت چې څومره ښایسته دي، په هماغه اندازه یې روغتیایي ګټې هم ډېرې دي. دغه مېوه د یو شمېر ویټامینونو په لرلو سربېره د انټي اکسایډنټس له غوره سرچینو څخه ګڼل کېږي. ځمکني توت لاندې ګټې لري:
۱- د بدن دفاعي سیستم غښتلی کوي
دا هم ولولئ
مستې د وينې د لوړ فشار د مخنيوي لپاره ګټورې دي؛ څيړنه
دوینې غوړ/ ناروغي
د ټماټر خوراک مو د معدې له کينسر ناروغۍ ژغوري، څيړنه
څېړنو ښودلې چې ځمکني توت د ویټامین سي (Vitamin C) چې بدن یې د جوړولو وړتیا نه لري، یوه غوره سرچینه ده. د کلیفورنیا پوهنتون د څېړونکو په خبره، که چېرې د یوې مودې لپاره په ورځني ډول ځمکني توت وخوړل شي، نو په دې مېوه کې د شته انټي اکسایډنټس وړتیا د وینې برخه ګرځي او د ویني کمښت له مینځه وړي..
۲- د سرطان مخه نیسي
ویټامین سي هغه څه دي چې د سرطان په مخنیوي کې مهمه ونډه لري. دغه ویټامین د بدن دفاعي ځواک غښتلی کوي او سربېره پر دې د مختلفو ناروغيو پر وړاندې مقاومت کوي. د یوې څېړنې پر بنسټ په ځمکنيو توتو کې شته ایلاجیک اسید (Ellagic Acid) نومي ګټور مواد د سرطان ضد خاصیت لري او د سرطاني حجراتو د زیاتېدو او پرمختګ مخه نیسي.
۳- د وینې فشار نورمال ساتي
په ځمکني توت کې پوتاشیم یوه بله ګټوره ماده ده چې نه یوازې د وینې فشار کنټرولوي، بلکې د وینې د لوړ فشار په کمولو کې هم مرسته کوي.
۴- د بدن فایبر زیاتوي
فایبر د خوړو د هضم لپاره ډېر اړین دي او په ځمکني توت کې دغه ګټوره ماده په ډېره زیاته پیمانه پیدا کېږي. که په بدن کې فایبر کم شي، نو د قبض او کولمو د عفونت خطر هم زیاتېږي.

Share this page to Telegram

Comments