سي ای اې: پر پاکستان له هرې ممکنې لارې فشار راوړو

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: امریکا استخباراتي ادارې یا سي ای اې ویلي امریکا به د خپلو ګټو د تامین لپاره د پاکستان پر وړاندې له هرې ممکنې لارې ګټه اخلي.
د سي ای اې مشر ویلي که چیرې پاکستان کې د ترهګرو د شتون ستونزې حل نه شي، نو امریکا به پر پاکستان د فشار راوستلو لپاره له هرې لازمې لارې ګټنه کوي.
د سي ای اې مشر مایک پمپیو ویلي: “موږ هڅه کوو چې پاکستان په دې پوه کړو چې اوس د دې وخت رسیدلی چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد اقدام وکړي او دا ورته یو ډير ښه فرصت دی. که چیرې داسې ونه شي نو موږ به د خپلو ګټو د ساتنې لپاره هرکار چې لازم وي کوو.”
مایک پمپیو په دې باوری دی چې اوس هم پاکستان له ترهګرو پراخ ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې: “زموږ د اطلاعاتو ارزونه ښيي چې پاکستان اوس هم له ترهګرو ملاتړ کوي او دغو ډلو ته د امن ځایونه ورکوي.”
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *