سویډن د افغان سولې خبرو کې د ښځو د شمېر د زیاتېدو ټينګار کړی

comments 0

6 Views

هندوکش ـ کابل: د سویډن د بهرنیو چارو وزیره ان لیند وايي، د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره دوه خبرې ډېرې مهمې دي چې د تاوتریخوالي کمول او د مذاکراتو پر مېز د ښځو شمېر زیاتول دی.
مېرمن لیند دا خبره د دوشنبې په ماښام پر خپله ټويټرپاڼه لیکلې، تر دې مخکې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر هم د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.
دې ادارې ویلي، په طالبانو باندې بیا غږ کوي چې تاوتریخوالي سمدستي بند کړي او ژر تر ژره اوربند وکړي.
همداراز د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما هم ویلي، چې د ملکيانو د مرګ‌ ژوبلې زیاتېدو په اړه اندېښنه لري.
دې ادارې ویلي، چې ښکېلې خواوې باید د خلکو د ساتلو لپاره سمدستي لاس په کار شي او د دوحې د سولې خبرو لپاره دې مناسبه فضا رامنځته کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments