سویل ختيځ کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: په سویل ختیځ زون کې امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په لړ کې ۲۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه په رالیږل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې، ګډو افغان او بهرنیو ځواکونو د پکتیا زرمت ولسوالۍ د سهاکو د حیدري قلعه او پاټک سیمو کې عملیات کړي چې په مهال یې ۱۱ وسله وال وژلي، ۵ ټپیان او د هغوی موټر او وسلې یې له منځه وړي دي.
پر دې سربېره دغه ځوکونو د میدان وردګو د جلریز ولسوالۍ د خروټي سیمه کې له وسله والو سره نښته کړې چې په پایله کې درې وسله وال وژلي او دوه نور ټپیان دي.
د پکتیکا د خیرکوټ ولسوالۍ د علیزو پوستې او د وازیخوا ولسوالۍ د حضرت خان کلي په سیمو کې هم امنیتي ځواکونو نښته کړې چې په پایله کې یې څلور وسله وال وژلي، یو ټپي او د هغوی وسلې او موټر سایکل د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments