سویدن کې چاودنې 19 کسان ټپیان کړي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – سویدن: د بهرنیو رسنیو خبرونو پر بنسټ د نوموړي هیواد په سویل کې د لینکوپینګ په ښار کې رامنځته شوې ده .
د چاودنې لامل ناڅرګند دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې په چاودنه کې ۱۹ تنه ټپیان شوي دي.
ویل کیږي چاودنې ګن شمیر ودانیو ته زیان اړولی دی.
د سویډن پولیسو ویلي دي چې د چاودنې اصلي لامل تر اوسه پورې معلوم شوی ندی خو په اړه يي تحقیقات دوام لري. پولیسو سیمه د تګ راتګ پر مخ تړلې ده او دلایل راټولوي.
د سیمې روغتون بیا ویلي دي چې تر اوسه پورې ۱۹ تنه ټپيان دوې ته انتقال شوي دي
د بله بلوه د لینکوپینګ د پوهنتون روغتون ویاند ویلي دي چې د پيښې ګن شمیر کسان ددوې روغتون ته هم راوړل شوي دي خو د دقیقې شمیرې په اړه يي معلومات نلري.
ځینې برخې بیا وايي کیدای شي چې دا برید د جرمي ډلو یا مافیا لخوا شوی و.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments