سونامې: د مړو شمېر لوړ شو

comments 0

55 Views

هندوکش – اندونیزیا: اندونیزیا کې د سونامي له امله د مړو شمیر ۶۲ تنو ته ورسید.
د وروستيو راپورونو له مخې په دې سونامي کې شاوخوا ۵۸۰ کسان اوس هم ټپیان دي.
اندونیزیايي چارواکي وايي د اوبو دې زلزلې لسګونه ودانۍ هم ویجاړې کړې دي.
اخوا د اندونیزیا په یوه بله برخه کې د ځمک ښوويېدنې له امله هم لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
روغتیايي چارواکي اندیښنه لري چې امکان لري د سونامي له امله د مرګ ژوبلې شمیر تر دې هم لوړ شي.
په ۲۰۰۴ کال په هند سمندرګي کې سونامي راغلې وه چې په دیارلسو هیوادونو کې یې ۲۲۶ زره کسان و وژل چې یوازې ۱۲۰ زره یې د اندونیزیا اوسیدونکي وو.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments