سولې کاروان: ایران دې په جګړه تیل نه پاشي

comments 0

6 Views

هندوکش – کابل: د سولې ولسي کاروان غړو له ایراني حکومت وغوښتل چې افغانستان کې د جګړې پر اور دې تیل نه پاشي.
د سولې ولسي کاروان غړو سره د ایراني ډيپلوماټانو چلند د نورو هېوادونو په څیر نه وو.
د سولې کاروان کابل کې د ایران له سفارت رسمي لیک نه دی ترلاسه کړی، خو د ایران خلکو ته یې خپل پيغام رسولی چې خپل هېواد په افغانستان کې د ترهګرو له ملاتړ راوګرځوي.
دوی اوس بريټانیا سفارت ته څېرمه اړولې او غوښتنه یې داده چې افغانستان کې د ټیکاو او سولې لپاره کار وکړي.
د سولې کاروان به تر نامالوم وخت پورې د بریتانیا سفارت مخې ته تم شي او تر هغې به د سولې لپاره مبارزه کوي چې هڅې رنګ راوړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments