سولې په اړه د ولسمشر هیله بښونکي څرګندونې / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

زموږ قضاوتونه ډېرای وخت احساساتي وي چاچې څه وویل بس په همغه خبره تر هغه شخوند وهو چې تر څو مو په وس پوره وي زموږ له همدې نیمګړتیا څخه د ښمن هروخت پوره پوره ګټه پورته کړې ده.
نن سبا د جګړې بڼې ډېرې شوي دي نن سبا یوازې په سنګرونو کې جګړه نه کیږي مېډیايي جګړه نن سبا تر فیزیکي یا سنګري جګړې څخه زیات رول لري څومره چې ټيکنالوژي پرمختګ کوي په همغه کچه په هرڅه کې بدلون او نوښتونه را منځته کیږي.
خو د نورو هېوادونو ملتونه او د نظرخاوندان بیا داسې نه دي لکه زموږ افغانان هغوی هرې موضوع ته له مختلفو اړخونو ګوري او تحلیل کوي یې، چې په دې موضوع کې خو به د دښمن کوم پیغام نغښتی نه وي، یا دا موضوع خو به قاچاقي لیک شوې نه وي همداسې نور… نور ملتونه هره موضوع ګوري د خپلو ملي ګټو او د ملي یوالي پراساس یې په اړه غبرګون ښي.
نن یې ژوندۍ بېلګه در ته د سولې په اړه روان بحث وړاندې کوم. سوله د هر افغان غوښتنه ده سوله د ولسمشر غني له لومړیتوبونو څخه ده له سولې پرته پرمختګ نا شونی دی افغان ولسمشر په ریښتوني توګه د سولې غږ په نړیوال کلي کې مطرحه کړ او نړۍ یې دې ته مجبوره کړه چې په افغان سوله کې همکاري وکړي د نړیوالو همغږي او د سولې سټیچ برابرول او بیا تر دې ځایه د سولې په اړه پرمختګ دا هرڅه قوي ارادي ته اړتیا لري.
که چېرته ولسمشر غني ریښتونې اراده نه درلودی حکمتیار صیب سره به سوله نه کېده له طالبانو سره به د سولې په اړه بحثونه تر دې ځایه بریالۍ نه وی دا ټول هغه څه دي چې د ولسمشر غني ریښتونې اراده او هوډ معلوموي چې هغه سولې ته څومره لیواله دی. د سولې په اړه چې کوم بحثونه روان و او په کومو خبرو چې په سوشل مېډیا کې بحثونه کېدل نن چې افغان ولسمشر غني څه وویل لوی توپيریې ترمنځ موجود وه هغه خبرې فیسبوک ته چا رواړې وې؟ چې طالبان غواړي لنډ مهالی حکومت دې جوړ شي او داسې نورې ډېرې خبرې چې هېڅ حقیقت یې نه درلود او موږ یو بل سره په سوشل مېډیا کې ښکر په ښکر وه ؟
بحث چرته دی او موږ چرته یو؟ زه نه غواړم چې د ولسمشر خبرې دلته تکرار کړم تاسو ټولو واورېدې او ښې به مو تحلیل کړي هم وي تاسو ته به دا هم معلومه شوي وي چې رییس جمهور غني په دې اړه څومره ژور معلومات لري او کومو کومو تاریخي تېروتنو ته یې په کوم اساس اشاره وکړه تا سوته به دا هم معلومه شوي وي چې غني له تېرو تجربو ګټه اخلي نه تېرې تجربې تکراروي. تاسې له ما څخه زیات په سیاسي ادبیاتو باندې پوهیږی د باعزته سولې په مفهوم به هم ښه پوهیږئ چې د ولسمشر ورڅخه موخه څه وه لنډه دا چې زموږ فکري خپلواکي ترهرڅه مهمه ده موږ ته باید جوړ شوي سنجول شوي مواد رانه شي او نه یو بل ته په فکري سنګرونو کې کېنو دا د ستراتیژیک د ښمن ستراتيژيک کارونه دي چې موږ د یو او بل خلاف استعمال کړي. په خپل مشر په خپل ورور مې شکي کوي او زموږ اذهان لوبوي موږ باید دسیاسي ګیمونو ښکار نه شو او هره سیاسي خبره باید ښه تحلیل کړو بیا یې په اړه دریځ ونیسو که داسې نه کو نو بیا زه تاته او ته ماته کوم اعتبار نه لرې او خدای مه کړه که زموږ او ستاسو ترمنځ دغه ډول د بې باورۍ فضا رامنځته شوه بیا پاتې څه شول؟ د ښمن مو هروخت په د ې فکر کې دې چې څنکه مو استعمال کړي نو د یوه افغان ځوان په توګه دا خبره په ټول جرت درته کوم چې موږ تاسې اوس په نړیوال کلي کې نوم لرو شخصیت لرو دښمن راکړی نوم مو د نړۍ له سکرین څخه لرې شو نړۍ ته چې په کوم نوم ورپېژندل شوی وم هغه څېره هغه نوم زما نه وه نن که دا کار وشو نو زموږ د غه ډول تېروتنې او بې غورۍ به موږ بیا د تورتم خواته کش کړي.
دښمن راته لاس یو کړی راشئ لاسونه سره ورکړو یو موټی د خپل نظام ساتنه دا سې وکړو چې د ښمن هم په خپل رنګ کې کوټ کړو. زموږ او ستاسې بریا د ښمن نه شي زغملی راشئ یو اوبل وزغمو له ډېرحساس او نازک حالتو څخه افغانستان تېرېدونکی دی د ښمن مو نړۍ ته مختورن ولاړ دی. دا ویاړ زما او ستا شریک دی ته په ما یې زه په تا یم ته له ما پرته او زه له تا پرته هېڅ نه یم.
ضیاءالرحمن

Share this page to Telegram

Comments