سولې پروسه کې د ښځو پروړاندې ټینګار

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د امریکا کانګرس د افغان سولې په مذاکراتو کې د ښځو پر ونډه ټینګار کړی دی.
کانګرس غړو د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته ویلي چې روانو مذاکراتو کې د ښځو ګډون اړین دی او باید غږ یې هم واوریدل شي.
کانګرس په یوه لیک کې چې امریکا بهرنیو چارو وزارت ته یې استولی له هغوی یې غوښتي چې ښځې له دې خبرو لرې ساتل شي او باید پاملرنه ورته وشي.
هغوی ددې ليک یوه کاپي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته هم استولی دی.
کانګرس د ښځو حقونو په برخه کې اتلس کلنو لاس ته راوړنو ته هم اشاره کړې چې باید خوندي وي.
اخوا خلیلزاد ددې لیک په ځواب کې ژمنتیا ښودلې چې د ښځو حقونه به خوندي وې او مذاکراتو کې به یې پراخې ونډې ته هم پاملرنه وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments