سولې شورا: سوله لومړیتوب دی، د بهرنیانو پر وتلو به وروسته بحث کوو

comments 0

58 Views

هندوکش – کابل: سولې شورا وایي، طالبان په یواځې ځان له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر موضوع د بحث صلاحیت نه لري او په دې اړه باید د افغانستان ټول ولس پرېکړه وکړي. د یادې شورا مرستیال مولوي عطاالله سلیم ویلي، طالبان باید د افغانستان امنیت او ثبات ته په کتو څرګندونې وکړي. هغه ویلي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل له هغو موضوعاتو څخه ده، چې له سولې وروسته به ورباندې بحث وشي.
سلیم وایي، له سولې وروسته پرېکړه به داسې وي چې د افغانستان ټول ولس به پکې دخیل وي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ورځې مخکې ځینې اسیایي هېوادونو ته تر سفر وروسته په قطر کې له طالبانو سره وکتل، چې وروسته بیا طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې دوی په افغانستان کې د سولې او له هېواده د بهرنیو ځواکونو پر وتلو له امریکایي پلاوي سره خبرې کړې دي او دا ناستې به دوام ولري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments