سولې شورا د سولې په تړاو د هر اقدام هرکلی کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د سولې عالي شورا ويلي، له هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د سولې د خبرو د پیلېدو لامل ګرځي.
د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري ویلي، چې د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي او د نړۍ او سیمې هېوادونه په دې برخه کې تخنیکي همکاري کوي.
طاهري ویلي، هر اقدام چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو زمینه برابروي، دوی ترې ملاتړ کوي او د افغانستان په خیر یې ګڼي.
طالبان په داسې حال کې د سولې د خبرو د پر مخ بیولو لپاره د قطر دفتر ته د پنځو تنو نورو د لېږلو خبره کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې په قطر کې د یادې ډلې له یو شمېر غړو سره کتلي دي.
له پاکستاني چارواکو سره د خلیلزاد د لیدنو وروسته د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی مولوي عبدالغني برادر چې نېږدې اته کاله یې د پاکستان په زندان کې تېر کړي و، خوشې شو.
ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو په مسکو کې هم د افغان سولې لپاره غونډه جوړه شي.
روسي چارواکو ویلي، د مسکو ناستې ته افغانستان، امریکا، طالبان او د سیمې یو شمېر مهم هېوادونه هم بلل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments