سولې شورا: د سولې په اړه زیري راتلونکي دي

comments 0

1518 Views

هندوکش – کابل: د سولې عالي شورا خبر ورکړی چې له طالبانو سره د سولې په تړاو لوی بدلون راتلونکی دی.
د سولې عالي شورا وايي، د طالبانو د رهبرۍ په کچه سولې ته لیوالتیا زیاته شوې او تمه ښیي چې ډېر ژر به د سولې مخامخ خبرې پیل شي.
له دې سره عام افغانان له طالبانو په ټینګه غواړي چې جګړه بس او دایمي اوربند وکړي.
طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
حکومت طالبانو ته د یوه کال اوربند وړاندیز کړی، خو طالبانو بیا ټینګار کړی چې ستونزه یې له امریکایانو سره ده او له واشنګټن سره باید ستونزه مخامخ د خبرو له لارې حل کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments