سولې خبرو کې د اختلاف ټکی؛ طالبان د روانې جګړې ته دې جهاد کلیمه ویل غواړي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ قطر: د سولې په خبرو کې د طالبان د اوس پردې زیات ټينګار کوي چې د موږ راونې جګړې ته دې جهاد کلیمه استعمال شي، طالبان د نورو مذهبونو د یادولو سره مخالفت لري.
د افغانانو ترمنځ د مذاکرې له لومړنۍ غونډې ۹ ورځې تېرېږي؛ خو لاهم د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي په دې نه دي بریالي شوي چې د سولې د رسمي مذاکراتو کړنلاره جوړه کړي.
دا کړنلاره چې ټاکل شوې ده ۲۵ مادې ولري، ځينې اختلافي موردونه لري چې د دواړو لوریو پلاویو ۴۴ غړي له ۹ ورځو راهیسې سره ښکېل کړي دي.
یو باوري سرچېنه وايي، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د جګړې لپاره نوم اېښودل، د مذاکراتو مذهبي بنسټ او د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک ځای ګی – چې د تېر کال په کب میاشت کې لاسلیک شو – د دواړو لوریو ترمنځ اختلافي مسایل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اوسني اساسي قانون په ۱۳۱ ماده کې جعفري مذهب هم په رسمیت پېژندل شوی او د افغانستان پارلمان هم، د شیعه مذهبو په تړاو بېل قانون تصویب کړی دی.
د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي:«پر کړنلارې او اختلافي موردونو بحث روان دی. زموږ هیله دا ده چې ژر تر ژره دغه مسایل وروستي شي.»
خو د افغانستان د ملي وحدت ګوند مشر محمد محقق د جمعې په ورځ کابل کې په یو لړ مراسمو کې، ټينګار وکړ چې په هېواد کې یو ځل بیا قومي او مذهبي مسایلو ته دې لمن ونه وهل شي:«د شلو کلونو ډموکراسۍ په لړ کې او له هغې اخوا دننه په افغانستان کې یو بل مو وپېژندل، یو بل مو ومنل، د افغانستان قومونه، د افغانستان ژبې، د افغانستان مذهبونه، پر دې موږ د افغانستان اساسي قانون په لویه جرګه کې بحث وکړ او یو بل مو په رسمیت وپېژندل او یو بل مو ومنل.»
د دین عالم غلام الدین کلانتري هم وايي:«حنفي فقه هر څه نه دي. په دې معنا چې حنفي فقه ټول شریعت نه دی. موږ ډېر موردونه لرو چې احناف نورو فقهو ته موکول کړي دي.»
سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو یوه بله غوښتنه دا ده چې امریکا سره د دوی ( طالبانو) هوکړه لیک باید د هوکړو یو بنسټ وي او د افغانانو خپلمنځي مذاکرات دې ترې بېل نه ګڼل کېږي. په دې مانا چې که د امریکا او طالبانو هوکړه لیک نقض شو، نو طالبان د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو دوام ته ژمن نه دي.
د درېیو اختلافي مسایلو نه پر یوې داسې هوکړه شوې، چې کړنلاره کې به د جهاد او جګړې پر ځای د معضل (شخړې) کلمه لیکل کېږي. خو د افغانستان اسلامي جمهوري مرکچي ډلې لا هوکړه نه ده کړې چې د مذاکراتو پرېکړې دې یوازې په حنفي فقه وشي او د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه دې د مذاکراتو بنسټ وګڼل شي.
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments