سولې ته سترګې په لار افغانان

comments 0

0 Views

وروسته له هغې چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند او وسله وال یې له افغان دولت سره د سولې له لارې یو ځای شول، د سولې لپاره د افغانانو هیلې زیاتې شوې او په دې تمه چې یوه ورځ به طالبان هم له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره به یو ځای شي.
افغان حکومت په جګړې دومره تمرکز نه لري، لکه په سوله، ځکه نو د سولې په تړاو د افغان حکومت دریځ واضح دی، حکومت د دې شعار لاندې کار کوي چې ( څوک چې سوله کوي، دروازې خلاصي دي او څوک چې سوله نه کوي، وژل کیږي) او مخ پروړاندې له لویو هیلو سره روان دی.
په مخکیني حکومت نیوکې وې چې ګنې د دوست او دښمن ترمنځ واضح تعریف نه لري او همدا لامل و چې په څوارلس کلونو کې د سولې هیڅ څرک و نه لګیده، خو اوس د دوست او دښمن ترمنځ تعریف واضح شوی او هر هغه ډله چې غواړي سوله وکړي، افغان حکومت ورته هیڅ شرط نه لري او له مقابلې ډلې غواړي چې خپل شرایط وړاندې کړي.
حکومت د افغانستان په جګړه کې له ښکیلو هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان سولې په تړاو خپلې همکارۍ و نه سپموي او دا چې څنګه کیدای شي، طالبان د خبرو میز ته مخامخ کینوي هر اړخیزې هڅې کوي.
د طالبانو زیاتو ډلو په دې وروستیو کې د سولې د خبرو لپاره شین څراغ ښودلی او له افغان حکومت سره یې مستقیمې او غیرې مستقیمې خبرې کړي، خو دا چې ځینې ننګونې شته، دا خبرې نه دي ډاګیزې شوې او نه یې هم پایله ورکړې ده، خو تمه داده چې ژر ده د طالبانو لوی او مهم قومندانان د سولې پروسې له لارې له افغان دولت سره سره یو ځای شي.
د طالبانو په منځ کې زیاتې ډلې اوس جګړه د حل لار نه بولي او د سولې په لټه کې دي، خو دا چې ځینې بهرنۍ کړۍ په طالبانو کې نفوذ لري، نو د سولې د پروسې مخه یې ډب کړې ده.
لکه کندهار ته چې د طالبانو مهم قومندانان له کورنیو سره راستانه شول او له جګړې یې لاس واخیست، داسې نور مهم لوړپوړي طالبان هم شته چې غواړي له جګړې لاس په سر او له خپلو کورنیو سره ازاد او ارام ژوند وکړي، خو ځینو ننګونو یې مخه نیولې او افغان دولت په دې کارکوي چې دا ننګونې له مخې لیرې کړي.
د طالبانو زیاتې ډلې اوس ځکه د سولې پروسې ته لیواله شوي چې نور یې د جګړې پلمه نه ده پاتې او باور لري چې نور له افغان ځواکونو سره جګړه نه شي کولای او نه هم دې جګړې ته څوک جواز ورکوي چې مسلمان د کافر په نوم وژني اوبیا د جهاد نوم ورکوې.
وروسته له هغې چې په کور دننه او بیرون علما کرامو د افغانستان د جګړې په تړاو خپل نظرونه وړاندې کړل او دا جګړه یې ناروا یاده کړه، طالبان په دې فکر کې شول چې څنګه له جګړې لاس اخیستلی شي، د طالبانو زیات مشران اوس په دې باور لري چې د افغانستان جګړه پروژيي ده او خپل ورور وژل چې پنځه وخته لمونځ کوي او کلمه وایي، وژل یې روا نه دي.
طالبان پخوا د پاکستاني علماوو چې له ای ایس ای سره مستقیمې اړیکې لري، د هغوی په فتوا جګړه کوله او اوس یې سر خلاص شوی چې پاکستان ترې د خپلو ګټو لپاره کار اخلي او کله یې چې ګټې پوره شي، یا یې وژنې او یا یې بندي کوي، ښې بیلګي یې د ملا منصور وژل او د ملا برادر بندي کول دي چې طالبانو ترې ښه درس اخیستی دی.
طالبان اوس د یوې خوندي لارې د سولې له پروسې سره یو ځای کیدو ته لیواله دي او افغان حکومت د دې لارې د خلاصون په لټه کې دی چې طالبانو ته په کور دننه د ژوند بستر برابر کړي او د نورو له انحصاره خلاص او له پردۍ جګړې لاس واخلي.
انشاءالله د سولې لمر نږدې دی چې راوخيژي او په دې برخه کې د افغان حکومت وروستی نرم دریځ د ستایلو دی چې طالبان یې لیواله کړي چې د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي.
لیکوال: غازي ځدران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *