سولې ته بیا تمې پيدا شوي

comments 0

7 Views

هندوکش – کابل: د سولې عالي شورا وایي، طالبانو د سولې خبرو ته تمایل ښودلی او تمه ده چې نږدې راتلونکې کې د سولې خبرې پیل شي.
د سولي عالي شورا ویاند احسان طاهري رسنیو ته ویلي، د طالبانو د رهبرۍ په کچه سولې ته لیوالتیا شته او تمه لري چې سولې ته به ورسیږي.
د سولې شورا موندلي چې د طالبانو په لیکو کې د سولې موافقین او مخالفین شته، خو په لوړه کچه خبرې شوي او ممکن طالبان د افغان حکومت وړاندېز ومني.
د سولې شورا په داسې حال کې له طالبانو سره د خبرو وايي، چې څو ورځې وړاندې امریکا هم ویلي و چې له طالبانو سره یې د پردې ترشا خبرې کړي دي.
د طالبانو رسمي ادرس بیا وایي، له افغان حکومت سره د سولې پر ځای جګړه کوي او هيڅکله به خبرې ورسره و نه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments