سوله کې پر افغان ځواکونو معامله نه کیږي / بریالی ویاړ

comments 0

0 Views

افغان ولسمشر کندهار ته د خپل سفر په اوږدو کې افغان ځواکونو ته ډاډ ورکړی چې د سولې پروسه کې به د دوی په قربانیانو او حضور باندې معامله نه کیږي.
که څه هم دا ډاډ مشورتي لوی جرګې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته ورکړی و چې پر افغان ځواکونو هیڅ ډول معامله د منلو نه ده او ولسمشر هم ژمنه کړې وه چې په دې برخه کې یوه زره له چا سره بحث هم نه کوي.
افغان ځواکونو په تړاو طالبانو تبلیغات وکړل چې ګنې د سولې په راتګ سره به دا بنسټونه له منځه ځي او یو بیا به له سره نور ځواکونه جوړیږي، خو د طالبانو دا غبرګون د افغان ولس له کلک غبرګون سره مخ شوی و.
طالبانو دا تبلیغات د نورو هېوادونو په سلا وکړل چې د افغان ځواکونو حضور او وړتیا نه شي زغملی، طالبانو دا کار د دې لپاره هم کړی و چې د خلکو غبرګون مالوم کړي او له نیکه مرغه چې خلکو طالبانو ته وښودله چې پر افغان ځواکونو هیڅ ډول معامله د منلو نه ده.
افغان ځواکونه په ډيرو قربانیو جوړ شوي او تر دې ځایه رارسیدلي دي، اوس د افغان کمانډو او ځانګړو ځواکونو وړتیا دې حد ته رسیدلې چې د سیمې هېوادونه داسې کمانډو او ځانګړی ځواک نه لري، لکه افغانستان یې چې لري.
نو پر افغانانو کله د دښمن دا پیرزو ده چې په دومره لوړه کچه او زړه ور ځواک دې ولري، نو هڅه کوي د سولې خبرو کې دا موضوع رامنځ ته کړي او په یو ډول نه یو ډول د سولې خبرې سبوتاژ کړي.
افغان ځواکونو سره دا اندیښنه هم وه چې ګنې د سولې خبرو په بریالیتوب سره به د افغان ځواکونو شمېر کې کموالی راشي او په دومره کچه ځواک به افغانستان ته ضرورت نه وي، خو ولسمشر کندهار کې ډاډ وښود چې د سولې له خبرو وروسته به همدا ځواک دندو ته دوام ورکوي او د افغانستان د خاورې او ناموس دفاع به کوي.
یواځې ولسمشر نه دی چې افغان ځواکونو باندې هیڅ ډول معامله ورته د منلو نه ده، بلکې افغان ولس ته هم دا بحث د منلو نه دی چې د افغان ځواکونو په کمولو او یا خدای مه کړه منحل کولو باندې بحث وشي.
طالبان د همدې لپاره راپورته شوي چې افغانستان هیڅ برخه کې پرمختګ و نه کړي، تاسو د ولسمشر هغه ارقام لیدلي و چې څلور کلونو کې ۴۰زره افغان ځواکونو قربانی ورکړې وه، نو دا قرباني د دې خاور او د دې وطن د خلکو لپاره وه او طالبانو دا کار د بهرنیو هېوادونو په دستور کړی چې افغانستان پرمختګ و نه کړي او د یو ښه ځواک څښتن نه شي.
افغان ځواکونه دې ډاډه وي چې دا وخت له بل هر وخت سره توپير لري او اوس افغانان په خپلو ځواکونو ویاړي او هیڅکله به دښمن ته دا اجازه ور نه کړي چې د دې ځواکونو د نوم بدۍ او یا منحل کیدو لپاره اقدام وکړي.
افغان ځواکونو باندې خلک پوره باور لري او دا وطن همدوی ته پاتې چې و یې ساتي او هیڅ بهرنۍ پروژو تطبیق ته اجازه ور نه کړي.

Share this page to Telegram

Comments