سوله زما او د ټولو افغانانوهیله ده ! / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

له دېوالونو او ودانیو نیولې تر لوحو، ونو، غرونو، کاڼو او بوټو پورې د “سولې” ډول- ډول پیغامونه رسم شوي دي، په دې پیغامونو کې مو هېوادوال د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو غواړي چې جګړه نوره بس دی راشئ، سوله وکړئ او خپل هېواد اباد کړئ، مخالفانو ته له سپین ‌سرو نيولې تر تورسرو، پېغلو او ځوانانو پورې، هېوادوال په ننواتې ورغلل، خېمې یې ودرولې، سړې او ګرمې شپې يې ترې لاندې تېرې کړې چې نور د خدای روی ته وګورئ بس دی، له خپلې ټولنې سره عادي ژوند ته ادامه ورکړئ.
هېوادوال د “سولې” دا غوښتنه له نږدې نیمې پېړۍ را په دې خوا کوي “سوله غواړو” شعار په تېرو اوولس نیم کلونو کې بېخي تود شوی، د هر هېوادوال په خوله کې لکه د طیبه کلمه همدا شعار دی، ځکه د پخوا په پرتله اوس جګړو ډېر زیات زور اخیستی، ظلم او وحشت اوج ته رسېدلي دي، د هېوادوالو په مرګ ‌ژوبله کې هر کال ټکان ورکوونکی ډېروالی راځي، خلک ورځ تر بلې له هېواده تېښتې ته مجبورېږي، د ژوند له اساسي اړتیاوو بېخي محروم شوي یو، په وطن کې مو د لوږې ګراف بې‌ سارې پورته لاړ او وچکالي لا بل افت شو چې په دې ترینګلي حالت کې لا دا غضب لومړیتوب نه ګڼل کېږي.
څو ورځې وړاندې مې د یوې څېړنیزې ادارې راپور لوست، په‌ کې راغلي وو چې تر نیمايي ډېر افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، همداراز د هر کال په تېرېدو مو له هېواده د هېوادوالو په وتلو کې ډېروالی راځي که د چا وسه کېږي، پرمختللیو هېوادونو ته ځي، خو که څوک د لرې تګ وسه ‌نلري، یو ځل بیا د ظالمو ګاونډیو ترحم ته په تمه کېني.
هېواد مو په پورته ذکر شویو ناخوالو سربېره نورې ډېرې ستونزې هم لري. دلته کاروبار په ټپه ولاړ دی، اقتصادي او د بیارغونې پروژې له ځنډ او خنډ سره مخ دي، پانګونې ته نه داخلي او نه بهرني پانګوال زړه ښه کوي.
یوازېنی لامل همدا د سولې نه ‌شتون دی چې نن بې ‌رحمه او سخت ‌زړیو ګاونډیو هېوادونو او نورې نړۍ ته محتاج کړو، که‌ نه افغانان په هېڅ ډګر کې تر چا کم نه ‌دي چې د سپورټ په ډګر کې راشد خان، محمد نبي، ولی هوتک، بازمحمد مبارز او نور ستوري مو ژوندۍ بېلګې دي.
که دلته سوله وي، له نورې نړۍ سره مو په هره برخه سیالي او رقابت ممکن دی، ځکه زموږ هېواد د طبیعي غِنامندۍ او بډاینې له پلوه په ټاپ غني هېوادونو کې ځای لري. که هېواد مو په وچه کې ګیر هم دی، خیر دی، خو د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او پاتې نړۍ د پُل په څېر د اتصال ښه جغرافیايي موقعیت لرو.
همداراز، د کښت له ‌پاره ښې پرېمانه دښتې لرو، ښې پرېمانه اوبه او تر ځمکې لاندې زرګونه مېلیونه ډالره کاني زېرمې لرو. له بده مرغه یوازېنی شی چې افغانانوته لکه د مرغۍ شیدۍ ګرځېدلي هغه سوله ده چې موږ يې نه لرو. د دې نایابه پيو نه ‌شتون له هر څه محروم کړي یو. د ټولو پرمختګونو او سیالیو د لاس ته راوړلو له ‌پاره تر هر څه وړاندې موږ سولې ته اړتیا لرو، یوازې سولې ته!
د سولې له‌پاره ښه زرین چانس همدا نن دی. په کابل کې زرګونه علماء په یوه خوله د سولې غوښتوونکي شول، روانه جګړه يې یوازې افغان‌وژنه وبلله. همدا علماء د اندونیزیا په جاکارتا کې سره جرګه شول، تر هغې وروسته بیا په سعودي عربستان کې د خدای کور ته ورغلل او په نړیواله کچه اجماع کې يې دې ته زمینه برابره کړه چې سوله زموږ یو ستر ملي لومړیتوب دی.
د کابل پروسې په وروستۍ ناسته کې ولسمشر اشرف غني هم د سولې له‌پاره هر اړخیزه طرحه وړاندې کړه او وسله‌والو طالبانو ته يې د سولې په برخه کې یو بې‌ساری وړاندیز وکړ. د سولې خبرو اترو له‌پاره يې هر ډول شرطونو ته لېوالتیا او چمتوالی وښوده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغان سولې له‌پاره هم زلمی خلیلزاد خپل ځانګړی استازی وټاکه او په تازه توګه په مسکو کې په لومړي ځل طالب استازیو د افغانستان د سولې عالي شورا له غړیو سره ناسته وکړه چې موږ ټول دې هلو ځلو ته په ښه نیت ګورو، ځکه افغانان نور بېخي محتاج شوي دي، نور باید سوله وشي، تر بل هر وخت موږ نن سولې ته خورا ډېره اړتیا لرو، ځکه په هېواد کې مو نور د ورانېدو څه پاتې نه‌شول، ان د دښمنانو زړونه هم راباندې ساړه شول، هر ډول وسلې او تکتیکونه يې راباندې وازمایل، افغانان چې نن سوله نه‌کوي، نو بیا کله سوله کوي!؟

Share this page to Telegram

Comments