سوله د پاکستان په انحصار کې افغانانو ته د منلو نه ده//سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

تاسو که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد وروستۍ مرکه اوریدلي وي، هغه وویل چې پاکستان د سولې برخه کې همکاري کړې خو جزیات یې ور نه کړل چې څه ډول همکاري یې کړې ده، خو دا واضح ده چې کله د سولې د هوکړې ځینې جزیات په ډاګه شول پاکستان خپل کار وکړ او د سولې خبرو د سبوتاژ کولو لپاره یې خپل نفوذي کس عباس ستانکزي ته دنده ورکړه چې په بهرنیو ځواکونو برید وکړي.
پاکستان په هوکړه کې له یو څه ډار درلوده چې د سولې په هوکړه کې اوربند او بین الافغاني خبرې ذکر شوې وې، دا خبرې د ناروې اسلو ښار کې کیدلې، چې پاکستان پکې له خپل نفوذ اندیښنه درلودله چې کم به شي، پاکستان اوس تر ټولو ډير باور په عباس ستانکزي لري او عباس ستانکزی د ای ایس ای یو وفاداره جاسوس دی.
افغان حکومت چې کله د هوکړې جزیات ولیدل د افغانستان د راتلونکي او افغانانو په زیان یې باله او ځینې ملاحظات یې درلودل، ځکه په دې هوکړه طالبانو ته یو سټیج ورکول شوی و او تر څنګ یې هوکړه کې دا واضح نه وه چې پاکستان به د ترهګرۍ له تمویل لاس اخلي او که به دوام ورکوی، ځکه اوسنی جګړه د پآکستان له لوري نااعلان شوې جګړه ده چې قربانیان یې افغانان دي.
افغان حکومت سوله تعریف کړې، د سولې لپاره یې مشورتي لویه جرګه رابللې وه او په دې تړاو یې ترې مهمې سلا مشورې اخیستي دي، افغان حکومت د داسې سوله په لټه کې دی چې پریکړه یې اسلام اباد کې و نه شي، د داسې سولې په لټه کې دی چې جګړه ورسره پای ته و نه رسیږي، د داسې سولې په لټه کې دی چې لاس ته راوړنې خوندي شي او د افغانانو حقوق پکې خوندي وي، د داسې سوله په لټه کې دی چې پایداره وي او ثبات تضمین کړي، خو طالبان بیا هیڅکله چمتو نه دي چې داسې سوله وکړي چې د افغانستان جګړه ورسره ختمه شي او ملي حاکمیت ته یې زیان و نه رسیږي.
طالبان د دې لپاره تمویل کیږي چې د پاکستان ګټې به سوله کې خوندي وي، که د پاکستان ګټې په خطر کې شوې، بیا به پاکستان د طالبانو په واسطه داسې بریدونه کوي لکه پنجشنبه یې چې کابل کې وکړ او د امریکا د ولسمشر غوصه یې راوپاروله، دا ټول پروسه یې له منځه یوړه.
افغانانو اوس د سولې او ټاکنو دوه موازي پروسې لري، خو ټاکنو ته ځکه لومړیتوب ورکوي چې ټاکنو لپاره نیټه ټاکل شوې او چمتووالی نیول شوی، خو د سولې لپاره هیڅ نیټه نشته او نه هم طالبانو کوم شین څراغ ښودلی دی، نو د سولې پروسه یو کال دوو کې نه کیږي او اړتیا ده چې د سولې د خبرو لپاره یو منتخب حکومت د ټاکنو په اساس رامنځ ته شي.
دا سمه ده چې سوله لومړیتوب او د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو سوله په دې مانا نه چې طالبان هر څه غواړي او افغانان به یې ورسره مني، د سولې لپاره واضح تعریف شته او هغه دا چې افغانان هیڅکله نه غواړي د شل کالو پخوا امارت ته وګرځي، افغانان نه غواړي چې د دوی د سرنوشت پریکړې په پنجاب کې وشي.
سوله په تدبیر سره پکار ده او په دې برخه کې د حکومت دریځ واضح دی، سولې مذاکرات له قید او شرط پرته کیږي خو د سولې هوکړه به قید او شرط لري او دا قید او شرط به ملي ګټې او د افغانانو ارزښتونه او غوښتنې وي.
داسې سوله هيڅکله افغانان نه غواړي چې د پاکستان غوښتنې د عباس ستانکزي له لوري مطرح شي، عباس ستانکزي همدا اوس د طالبانو وسله واله ډله پلورلې او د باکستان د ګټو لپاره یې کاروي، ځینې طالبان هم په دې موضوع خبر دي او ځینې چې نه دي خبر نږدې راتلونکي کې به خبر شي

Share this page to Telegram

Comments