سوله؛ د ولس ارمان او د جاسوسانو مرګ / منان توحیدیار

comments 0

0 Views

د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې د سولې په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني څرګندونې ځکه له هرکلي سره مخ دي چې یو بې سارې لیوالتیا پکې لیدل کیږي، طالبانو ته په تېرو کلونو کې داسې وړاندیزونه نه و شوي او اوس باور کیږي چې د منځلاري طالبان چې له جګړې ستړي دي د سولې پروسې ته مخه کړي.
د طالبانو ځینې ډلې په رښتیا هم له جګړې ستړي دي، خو په دې یې باور نه درلود چې د سولې له پروسې وروسته به یې ژوند خوندي وي او هوسا او ارام ژوند به ولري، خو ولسمشر په پوره باور سره وویل چې طالبانو ته د سولې په فضا کې خوندي ژوند برابروي.
ولسمشر د کابل پروسې په کنفرانس کې خبرې د خلکو نظرونه او مشورې دي چې له دې کنفرانس وړاندې یې له بیلابیلو خلکو سره کړې وې او دا یې درک کړې وه چې سوله د افغانانو لومړیتوب دی او هر څومره ژر چې کیدای شي باید د افغان وژنې مخه ونیول شي.
اوس د سولې لپاره ځکه ښه فرصت برابر دی چې د سولې په تړاو د افغانانو اجماع شته او په دې اړه د سیمې هېوادونو او نړیوالو ته هم قناعت ورکول شوی چې افغان حکومت او افغانان سوله غواړي خو د سولې پروړاندې پراته خنډونه باید له منځه لاړ شي.
تراوسه په همدې نیوکې وې چې حکومت د سولې لپاره قوي اراده او خپلواکي نه لري، خو د ولسمشر له وروستي دریځ دا په ډاګه شوه چې حکومت څومره د ترهګرو ډلو په وژلو ټینګار کوي له دې څو چنده سولې ته لومړیتوب ورکوي چې په افغانستان کې د پردیو ګټو لپاره جګړه پای ته ورسیږي.
اوس افغان ولس طالبانو ته په تمه دی چې د افغان حکومت د وروستي دریځ په تړاو څه وایي، خو که چیرې طالبانو د افغان ولس غږ اوري او ځانونه افغانان بولي، باید د ولس مجبوریت او بې وسي درک کړي او د سولې مخامخ خبرو ته لبیک ووايي او د خبرو له لارې ټول شرطونه وړاندي کړي.
طالبان باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي، که له یوې خوا افغان حکومت طالبانو ته ښه وړاندیزونه کړي، له بلې خوا د افغان حکومت بهرنیو ملګرو له اوسني دریځ ملاتړ کړی او له افغان حکومت سره یې د سولې په پروسه کې خپلې ژمنې تازه کړي دي.
که طالبانو دا فرصت هم له لاسه ورکړ، د سیمې او نړۍ په کچه به افغان حکومت له ملامتۍ خلاص وي او اسلامي هېوادونه به هم د افغانستان د جګړې په تړاو خپل دریځونه روښانه کړي، ځکه ولسمشر په وروستیو کې له ټولو اسلامي هېوادونو سره خبرې کړي چې څنګه کیدای شي له افغان حکومت سره د سولې او یا جګړې په برخه کې همکاري کولای شي.
خو په افغانستان کې سوله مخالفین هم لري، ځینې مخالفین بهرني او ځینې داخلي کړۍ د بهرنیانو په دستور د سولې د خبرو د سبوتاژ کولو هڅې کوي او په یوه او بله پلمه د سولې وړاندیزونه چلنج کوي.
یوه څه چې باید یادوونه یې وکړم، هغه دا چې د ولسمشر وروستی دریځ له پراخ هر کلي سره مخ دی او هغه چې مخالفت یې کوي، یواځې د ګوتو په شمېر هغه ډلې او کسان دي چې د بهرنیو له لوري تغذیه کیږي او د همدې لپاره ګمارل شوي چې هر کله د سولې پروسه او د سولې خبرې پسخند کړي.
د سولې مخالفت ځینې هېوادونه د دې لپاره کوي، چې د افغانستان د جګړې له درکه زیات عواید په لاس راوړي او له همدې جګړې سره یې د سیاستونو ځینې برخې مستقیمې اړیکي لري.
په کور دننه ځینې کړۍ چې د سولې د خبرو مخالفت کوي، یا یې خپله په سوله کې تاوان دی او یا له بهرنیانو دستور اخلي چې د سولې پروسې په تړاو افغانانو ته ناسم ذهنیت ورکړي او په دې پروسه باندې د خلکو باور نور هم زیانمن کړي او هغه تمې او اجماع چې اوس د سولې لپاره رامنځ ته شوې له منځه یوسي.
د سولې په راتلو او جګړې په ختمیدو سره پرمختګونه رامنځ ته کیږي او ټولنیزو عدالت پلي کیږي، په ټولنیز عدالت کې بیا نه فساد شته او نه هم زور واکي، هر څوک به له قانون پورته نه وي او قانون به د ټولو لپآره یو وي.
د سولې په پلي کیدو سره قانون پلي کیږي او هغوی چې نن ځانونه تر قانون لوړ ګڼي، جګړه د ځان لپاره فرصت بولي او باور لري چې که سوله راشي، یا به یې ځای زندان وي او یا به قانون ته غاړه ږدي.
نو په دې سره ویلي شو چې سوله د ولسونو ارمان د جواسیسو مرګ دی.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *