سوله؛ او د حکومت اراده / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

ولسمشر غني د شنبې په ورځ د ښاري پراختیا یو سمپوزیم کې په ډاګه وویل چې سولې لپاره د حکومت اراده قوي ده او دا یې په ډاګه کړې چې حکومت جګړه د سولې لپاره کوي او له طالبانو سره بې قید و شرطه خبرو کولو ته حاضر دي.
ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې سوله د تسلیمۍ په مانا نه ده او نه یې له طالبانو غوښتنه کړې چې وسله دې پر ځمکه کیږي او په کور دې کینی، ښکاره خبره ده چې طالبان به د دې حکومت یوه برخه کیږی او جګړه به پای ته رسیږي.
خو سوله په دې مانا هم نه ده چې د طالبانو مشران او سیاسي ډلې به راځي امتیاز به اخلي او جنګي ډلې به یې جګړې ته دوام ورکوي، هر کله ولسمشر غني ټینګار دا وي چې پایداره سوله ، د پایدارې سولې څخه هدف دایمي سوله ده چې د طالبانو ټول وسله وال به راځي او حکومت کې به مدغم کیږي.
کله چې د سولې له خبرو وروسته هم جګړه دوام کوي، نو بیا سوله په هیڅ قیمت نه ارزي او نه ورته افغانان ضرورت لري، د ولسمشر اندیښنه هم دا ده چې په دې برخه کې باید قوي تضمین وي چې د طالبانو ټولې وسله والې ډله به له جګړې لاس اخلي او د بل تر بیرغ لاندې به فعالیتونه نه کوي.
اوس چې سولې ته تر بل هر وخت تمې زیاتې شوي دي، ورسره سم طالبانو بریدونه زیات کړي، چې زیات زیان یې ملکي وګړو ته اووښتی دی، په داسې حال کې طالبانو وروستیو بین الافغاني خبرو کې ژمنه کړې وه چې د ملکي وګړو ژوند ته به پام کوي او داسې ځای به برید نه کوي چې ملکي وګړي زیانمن شي.
تاسو ولیدل چې په کابل، غزنی، کندهار امنیه قومنداني او د کندهار خاکریز ولسوالۍ کې پر مازدا موټر بم برید ټول قربانیان ملکي وګړي و.
دغه راز طالبان اوس د ځانمرګو بریدونو تر څنګ له اور غورځوونکو وسیلو کار اخلي چې د کندهار ګمرک یې پکې سوځولی او هلته د خلکو لارۍ موټر او سوداګریز توکي یې سوځولي چې د اټکل له مخې درې سوه میلیونه افغانۍ زیان یې اړولی دی.
خو ښکاره خبره ده چې طالبان دا هر څه د زیات امتیاز اخیستو لپاره کوي او د نړۍ او سیمې هېوادونو ته ښيي چې دوی کولی شي هر ډول وحشت او دهشت وکړي.
د طالبانو وروستی بریدونه د رزالت وروستی حد دی چې نه انسانیت کې شته او نه اسلامیت کې، خو دا چې طالب ته امکانات او تجهیزات د همدې لپاره ورکول کیږي، نو مجبور دی چې دا ډول بریدونه وکړي چې نه له اسلام سره اړخ لګوي او نه له انسان سره، خو دا چې د بهرنیو استخباراتو ګټې پکې دی، طالب دې وحشت ته دوام ورکړی دی.
د سولې خبرو سره یو ځای پکار وه چې طالبان یا بریدونه کم کړی وی او یا یې بریدونه داسې سیمو کې کولی چې لږ تر لږه ملکي وګړي خو پکې خوندي وی.
طالبان د سولې شعار ورکوي، خو دا ډله د سولې لپاره نه ده راپورته شوې اوهڅه یې دا ده چې د سولې روانه پروسه سبوتاژ کړي.
افغانان د سولې تږي دي او هڅه به یې دا وي چې د سولې پروړاندې ټول پراته خنډونه لیرې کړي او سولې ته ځان ورسوي.

Share this page to Telegram

Comments