سوشما سواراج: پاکستان د ترهګرو د تولید فابریکه ده

comments 0

0 Views

هندوکش – هندوستان: پاکستان نړۍ ته ترهګر صادروي خو هندوستان د نړي یو له هغو هیوادونو څخه ده چې داکتران او انجینران صادروی.
دغه څرګندونې د هند د بهرنیو چارو وزیره کړي دي.
رویترز نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې سوشما سواراج وویل هند “عالمان، ساینسپوهان، انجنیران او ډاکټران” پیدا کړل خو پاکستان “ترهګر او جهادیان پیدا کړل.”
خو په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیر خاقان عباسې هند یې د ترهګرو نه په ملاتړ تورن کړ او له ملګرو ملتونو سازمان نې یې وغوښتل چې هند کشمیر کې د خلکو وژنه ودروي.
د یادونې وړ دې چې په وروستیو کې کشمیر پر مسئلې هند او پاکستان تر منځ تاوتړیخوالۍ زور اخیستې دې.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply